کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرپل ښار څنډو کې امنیتی او دفاعی ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته

19 سنبله 1397 ساعت 17:10

په شمال سرپل ولایت کې چارواکي وایي د سرپل ښار په څنډو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.




د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني وایي له تیرې شپې راهیسې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي.
ده زیاته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شمېر په اړه معلومات په لاس کې نشته.
امنیتي سرچینې وایي د سرپل ښار په مربوطاتو کې د ملي پوځ یوه قرارګاه هم د وسله والو لاس ته لوېدلې خو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرپل د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د سرپل په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 170473

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170473/سرپل-ښار-څنډو-کې-امنیتی-او-دفاعی-ځواکونو-وسله-والو-ترمنځ-نښته

آوا
  https://www.avapress.com