دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 170474
کورنیو چارو وزارت: کابل ښاریان دی د چاودنې یا هم ځانمرګي برید پرمهال پیښې سیمئې ځای ته ورتلو څخه ډډه وکړی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل له ښاریانو غوښتي دي چې په راتلونکي کې د چاودنې او یا هم ځانمرګي برید پرمهال د پیښې ځای ته له ورتګه ډډه وکړي او د امنیتي ځواکونو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې ترهګرې ډلې غواړي خپلو جنایتونو ته ادامه ورکړي او د بې ګناه خلکو وینې تویې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کابل ښاریان دې د امنیت په ټینګښت او د خلکو د خوندیتوب لپاره له امنیتي ځواکونو سره په ځانګړي ډول له ملي پولیسو سره مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د عامو خلکو څخه هم غوښتل، څو د پولیسو سره د مخالفینو او نورو جنایتکارانو د مشکوکو فعالیتونو د لیدو په صورت کې همکاري وکړي او د امنیتي ګواښ په صورت کې د ۱۱۹ شمیرې سره اړیکه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
 
https://avapress.com/vdciyuaz5t1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته