کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت: کابل ښاریان دی د چاودنې یا هم ځانمرګي برید پرمهال پیښې سیمئې ځای ته ورتلو څخه ډډه وکړی

19 سنبله 1397 ساعت 17:14

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل له ښاریانو غوښتي دي چې په راتلونکي کې د چاودنې او یا هم ځانمرګي برید پرمهال د پیښې ځای ته له ورتګه ډډه وکړي او د امنیتي ځواکونو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.



د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې ترهګرې ډلې غواړي خپلو جنایتونو ته ادامه ورکړي او د بې ګناه خلکو وینې تویې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کابل ښاریان دې د امنیت په ټینګښت او د خلکو د خوندیتوب لپاره له امنیتي ځواکونو سره په ځانګړي ډول له ملي پولیسو سره مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د عامو خلکو څخه هم غوښتل، څو د پولیسو سره د مخالفینو او نورو جنایتکارانو د مشکوکو فعالیتونو د لیدو په صورت کې همکاري وکړي او د امنیتي ګواښ په صورت کې د ۱۱۹ شمیرې سره اړیکه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
 


د مطلب کود: 170474

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170474/کورنیو-چارو-وزارت-کابل-ښاریان-دی-د-چاودنې-یا-هم-ځانمرګي-برید-پرمهال-پیښې-سیمئې-ځای-ته-ورتلو-څخه-ډډه-وکړی

آوا
  https://www.avapress.com