دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 170476
امریکا جرمونو نړیوالې محکمې ته په افغانستان کې امریکایی ځواکونو جنګی جرمونو څیړلو په وړاندی خبرداری ورکړي
متحده ایالاتو د جرمونو نړیوالې محکمې یا «ICC» ته خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه څېړنې پیل کړي، نو پر دې محکمې به بندیزونه ولګوي.

روېټرز خبري اژانس د واشنګټڼ په یوه تحقیقاتي مرکز کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار جان بولټون له‌خوا د کېدونکې وینا د مسودې په حواله دا خبر ورکړی.

تمه ده ښاغلی بولټون به نن دوشنبه د محافظه‌کارو فدرالیستانو ټولنې ته په خپله وینا کې چې روېټرز اژانس‌یې مسوده ترلاسه کړې، ووايي چې متحده ایالات به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي، څو د دې غیر قانوني محکمې له عدلي او قضايي تعقیب څخه د خپلو او د متحده هېوادونو د وګړو ساتنه وکړي.
د بولټون د وینا په متن کې راغلي چې که «ICC» د افغانستان په جګړه کې د امریکايي سرتېرو او استخباراتو پوځي پرسونل له‌خوا د جنګي جرمونو په اړه د څېړنو قضیه رسماً راپورته کړي، نو د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره به د ځان دفاع وکړي.
په مسوده کې راغلي چې که په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه په دې برخه کې رسماً اقدام وکړي، نو د محکمې پر څارنوالانو او قاضیانو به امریکا ته د سفر ممانعت وضع شي، د متحده ایالاتو په مالي سیستم کې به د دوی پر پیسو بندیز ولګېږي او د امریکا په محاکمو کې به تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې ونیول شي.
د بولټون د وینا مسوده زیاتوي چې متحده ایالات به له «ICC» سره هېڅ راز مرسته او همکاري ونه‌کړي، غړیتوب به‌یې ترلاسه نه‌کړي او پرې به‌یې ږدي چې همداسې له‌منځه ولاړه شي، په داسې حال کې چې د امریکا لپاره دا محکمه هسې هم مړه ده.
د وینا په متن کې دا یادونه هم شوې چې امریکا به د دوه اړخیزو تړونونو له لارې هېوادونه دې ته اړ کړي چې امریکایان «ICC» ته ونه‌سپاري.

د روېټرز د راپور له مخې، بولټون به په خپله وینا کې همداراز ووايي چې د امریکا حکومت به ډېر ژر اعلان وکړي چې په واشنګټن کې د فلسطین د ازادۍ بخښونکي سازمان یا «PLO» دفتر به د فلسطینیانو د هغو هڅو له کبله اندېښنو ته په پام سره بند کړي چې غواړي په «ICC» کې د اسرائیل پر ضد دعوه وکړي.
روېټرز د بولټون د وینا د مسودې په حواله زیاتوي چې متحده ایالات به تل له خپل متحد هېواد اسرائیل سره په څنګ کې وي.
د یادونې وړ ده چې د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې جوړه شوه، خو د ولسمشر جورج ډبلیو بوش په مشرۍ د امریکا د هغه مهال حکومت د روم تړون چې «ICC» یې پر بنسټ رامنځته شوه، تصویب نه‌کړ.
د جرمونو نړیواله محکمه د دې لپاره جوړه شوې چې د جنګي جرایمو، د بشريت ضد جرایمو او د جینوسایډ یا د خلکو د ګڼې وژنې عاملان محاکمه کړي.
افغانستان په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د دې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ او د دې محکمې څارنوالانو تېر کال له افغانانو غوښتنه وکړه چې له ۲۰۰۳ میلادي کال په راوروسته کلونو کې په افغانستان کې د بشريت پر ضد او د جنګي جرایمو په اړه خپل شکایتونه «ICC» ته وسپاري.
 
https://avapress.com/vdca0wn6i49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته