کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار شاه ولیکوټ او ارغنداب ولسوالیو کې سیمه ایز پولیسو او طالبانو نښته

19 سنبله 1397 ساعت 17:26

د کندهار په ارغنداب او شاه وليکوټ ولسواليو کې د جګړې پر مهال محلي پولیسو او وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی وايي، تېره شپه ۱۱ بجې وسله‌والو طالبانو د ارغنداب پر خانه ګرداب او د شاه ولیکوټ د سربند پر پوستو بریدونه کړي چې په نتيجه کې یې یو محلي پولیس او درې وسله‌وال وژل شوي، یو محلي پولیس او دوه وسله‌وال ټپيان شوي دي.
وسله‌والو طالبانو که څه هم تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په یوه پیغام کې يې ادعا کړې چې پرون‌یې په میوند ولسوالۍ کې درې پولیس وژلي دي.


د مطلب کود: 170478

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170478/کندهار-شاه-ولیکوټ-او-ارغنداب-ولسوالیو-کې-سیمه-ایز-پولیسو-طالبانو-نښته

آوا
  https://www.avapress.com