دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 170478
کندهار شاه ولیکوټ او ارغنداب ولسوالیو کې سیمه ایز پولیسو او طالبانو نښته
د کندهار په ارغنداب او شاه وليکوټ ولسواليو کې د جګړې پر مهال محلي پولیسو او وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی وايي، تېره شپه ۱۱ بجې وسله‌والو طالبانو د ارغنداب پر خانه ګرداب او د شاه ولیکوټ د سربند پر پوستو بریدونه کړي چې په نتيجه کې یې یو محلي پولیس او درې وسله‌وال وژل شوي، یو محلي پولیس او دوه وسله‌وال ټپيان شوي دي.
وسله‌والو طالبانو که څه هم تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په یوه پیغام کې يې ادعا کړې چې پرون‌یې په میوند ولسوالۍ کې درې پولیس وژلي دي.
https://avapress.com/vdccmxqs42bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته