ویل کیږی، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالې په یخچال سیمه کې د هاوان مرمې دیوې کورنې ۶ غړی وژلی دې.
هلمند کی ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده
20 سنبله 1397 ساعت 9:17
ویل کیږی، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالې په یخچال سیمه کې د هاوان مرمې دیوې کورنې ۶ غړی وژلی دې.
د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی،د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه ویلی دی، یاد پېښه پرون شپه د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغوی زیاتوی، د هاوان مرمۍ وسله والو طالبانو توغولې، چې د استوګنې په یوه کور لګېدلې ده چې له امله یې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دویی وایی، چې پر یاد کور د مرمۍ لګېدو په پېښه کې د دغه کورنۍ ۶ غړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره ندی کړی.
د مطلب کود: 170491