دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 170491
هلمند کی ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده
ویل کیږی، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالې په یخچال سیمه کې د هاوان مرمې دیوې کورنې ۶ غړی وژلی دې.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی،د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه ویلی دی، یاد پېښه پرون شپه د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغوی زیاتوی، ‎ د هاوان مرمۍ وسله والو طالبانو توغولې، چې د استوګنې په یوه کور لګېدلې ده چې له امله یې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دویی وایی، چې پر یاد کور د مرمۍ لګېدو په پېښه کې د دغه کورنۍ ۶ غړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله  والو طالبانو په دی اړه تبصره ندی کړی.
https://avapress.com/vdchwvnzz23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته