کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت کې د ولسمشر غنی په مشری غونډه

20 سنبله 1397 ساعت 9:22

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله‌وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه پرون ماښام د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې جوړه شوه.



ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د غونډې په پيل کې د هېواد  د امنیتي او  دفاعي ارګانونو مسوولینو  د هېواد د عمومي وضعیت په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
خبرپاڼه زیاتوي چې جمهوررئیس  او د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان د یاد راپور له اورېدو وروسته د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او زړورتیا وستایله او د امنیتي او دفاعي ارګانونو  مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د خلکو د امنیت د تامین او د تروریستي ډلو د شومو توطئو د دفع او شنډولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.
د ارګ ماڼی په وینا، غونډې دغه راز د محرم لسېزي پر امنیتي پلان بحث وکړ او د جوماتونو او تکایاو د ساتونکي پلاوي او خلکو په همکارۍ یې پر هراړخیزو امنیتي تدابیرو ټینګار وکړ، ترڅو د محرم مراسم په امن فضا کې ترسره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې ترتیب په دې غونډې کې د  جوزجان، فاریاب، سرپل، بغلان، کندز، میدان وردګو، غزني او فراه ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه یې  د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
 


د مطلب کود: 170492

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170492/دفاع-وزارت-کې-د-ولسمشر-غنی-په-مشری-غونډه

آوا
  https://www.avapress.com