هند او افغانستان هوکړه کړې چې د سیمې سولې او ثبات او ډاډ ترلاسه کولو لپاره خپله امنیتي همکاري زیاته کړي
دا هوکړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او د هغه د هندي سیال ویجي ګوکالي ترمنځ د دواړو هیوادونو د ګډې کاري ډلې په دریمه ناسته کې شوې ده.
دې ناسته کې همداشان هوکړه شوې چې دواړه هیوادونه به یوځای په افغانستان او سیمه کې سولې او ثبات رامنځته کولو لپاره هڅه کوي او خپلې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ به پراخوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین پرون کابل ته راغلی او ټاکل شوې ده چې نن هم د دواړو خواوو ترمنځ خبرې وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)