کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګلبدین حکمتیار د حکومت او ټاکنو کمېسیون پر ضد تندې څرګندونې وکړې

20 سنبله 1397 ساعت 11:33

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د راتلونکو ټاکنو په تړاو د حکومت د مشرتابه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر ضد تندې څرګندونې وکړې.



نوموړی نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل پر حکومت تور پورې کړ چې دولت د تقلب اراده لري او نه غواړي چې ټاکنې رڼې ترسره شي.
هغه زیاته کړه، چې دولت په غلطه لار روان دی او کمېسیون غیر عادلانه لار خپله کړې ده او ټینګار یې وکړ چې کمېسیون شرمناک تقلب په یوه وړه خبره توجیه کوي.
د ښاغلي حکمتیار په وینا، په ځېنو سیمو کې په میلیونو جعلي تذکرې لېږل شوي او په ځېنو سیمو کې د سیاسي موخو لپاره تذکرې او سټیکر نه دي لېږل شوي.
د حزب اسلامي مشر ادعا وکړه، چې د درغلی په موخه سټیکرې چاپ شوې او ترې ګټه اخیستل کېږي.
هغه وویل، چې شپږ میلیونه کډوال حق نه لري چې خپله رایه وکاروي، دوه میلیونه بې ځایه شوي حق نه لري چې خپله رایه وکاروي او نوي سلنه رای ورکوونکي په پارلمان کې هیڅ استازي نه لري..
ښاغلي حکمتیا دا ادعا هم وکړه، چې قصدا ډیرې سیمې نا امنیه شوې، څو خلک ټاکنو کې ونډه وانه خلي.
هغه خبرداری ورکړ، چې ګونونه له درغلي ډکې ټاکنې نه مني او زیاته یې کړه ”حکومت ته مو مشوره دا ده چې یو اړخیزې پریکړې ونه کړي. حکومت باید پوه شي چې له درغلی ډکې ټاکنې نه شي کولای.
 


د مطلب کود: 170506

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170506/ګلبدین-حکمتیار-د-حکومت-او-ټاکنو-کمېسیون-پر-ضد-تندې-څرګندونې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com