دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 170519
له امریکا سره د خبرو اترو د بیا پېلولو په اړه د طالبانو پرېکړه
د راپورونو له مخې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له امریکا سره د خبرو اترو د پیل کولو لپاره تیاري نیسي.


د طالبانو باوري سرچینې رویټرز ته ویلي، چې له امریکا سره د خبرو اترو د بیا پېلولو لپاره خبرې اترې روانې دي او ټاکل شوې ده چې د خبرو اترو لپاره یو ۴ کسیزې پلاوی وټاکل شي.
سرچینې زیاتوي، چې په لومړی پړاو کې به د زندانیانو د تبادلې په اړه بحث او خبرې وشي او د پرمختګ په صورت کې به یې پر نورو موضوعاتو هم بحث او خبرې پیل شي.
د طالبانو سرچینې وایي د زندانیانو د تبادلې په اړه بحث او خبرې به د راتلونکو مذاکراتو برخلیک وټاکي.
افغان او امریکایي چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ګواکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالي الیس ویلز او د طالبانو سیاسي استازو د افغانانو په مشری د مذاکراتو لپاره په ممکنه لارو چارو خبرې کړي دي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره اوونی وویل، چې  امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي سلاکار په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې ښاغلي خلیلزاد به د افغاستان د سولې بهیر په اړه د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره مرسته وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizuaz3t1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته