کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې پر لاریون کوونکو باندی ځانمرګی برید شوي

20 سنبله 1397 ساعت 17:04

د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالی په مربوطاتو د لاريون کوونکو پر یوه ډله ځانمرګي برید شوی او په ترڅ کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



د مومندرې ولسوال حضرت خاکساري د پيښې پخلی کوي او زیاتوي چې د برید په ترڅ کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شمېر په اړه معلومات په لاس کې نشته.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپیان دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تر دې مخکې ویلي و چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۷ نور ټپيان دي.
ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه، چې د پیښې ټپیان په غني خېلو او جلال اباد ښار روغتونو ته انتقال شوي دي.
خو د ننګرهار ولایتي شورا یوه غړی وایي د برید په ترڅ کې شاوخوا ۴۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 170534

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170534/ننګرهار-کې-پر-لاریون-کوونکو-باندی-ځانمرګی-برید-شوي

آوا
  https://www.avapress.com