کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سنبله 1397 ساعت 18:21

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې د روانې میاشتې سپټمبر په پنځلسمه نیټه د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته راشي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په یو شمیر مهمو مسایلو به له جمهور ریس غني سره خبرې اترې ولري.




دا په پاکستان کې واک ته د عمران خان له رسېدو را وروسته ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر دی.
همداراز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي نن په کابل کې د هند، ایران او افغانستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشوه چې د درې واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو معینانو پکې ګډون کړی وه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته خبریالانو ته وویل، په دې ناسته کېد اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وشوې.
"هغه مسلې چې خبرې پرې وشوې یوه یېد اقتصادي همکاریو مسله وه.د چابهار موضوع وه چې د درې واړه هیوادونو تر منځ پرې بحث وشو چې د افغانستان په اقتصاد باندې ډیر اغیز لري.بله موضوع له تروریزم او مخدره توکو له قاچاق سره د مبارزې په اړه وه او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې څخه د ملاتړ پر سر خبرې وشوې".
دا په داسې حال کې ده، چې نن د سپټمبر په یولسمه نیټه د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان ناسته درلودله چې په ترڅ کې یې د افغانستان د سولې په تړاو د دغه سازمان د مخکینۍ غونډۍ د پریکړو عملي کیدل یې غوښتي دي.
 


د مطلب کود: 170544

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170544/د-پاکستان-بهرنیو-چارو-وزیر-کابل-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com