کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو ایس اې ټوډې:د افغانستان په جګړه کې تر اوسه ۲۲۰۰ امریکایان قرباني شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 سنبله 1397 ساعت 8:46

یو ایس اې ټوډې ورځپاڼې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې نیټې پر پیښه لیکنه خپره کړې ده.



دا ورځپاڼه لیکي، څو میاشتې وروسته به د امریکا په متحد ایالتونو کې په زرګونو کسان چې تر اوسه اوولس کلن دي د پوځ په لیکو کې د خدمت لپاره نومونه ثبت کړي.
یو ایس اې ټوډې لیکي، دا هغه کسان دي چې کله د افغانستان جګړه پیلیده نو دوی لا زیږیدلي نه و.
ورځپاڼه څرګندوي، د افغانستان جګړه په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر د یولسمې نیټې تر بریدونو یوه میاشت وروسته پیل شوه چې په څو اونیو کې طالبان پکې بې واکه شول خو دا جګړه لاهم روانه ده. په دې جګړه کې له پيله تر اوسه ۲۲۰۰ امریکایان قرباني شوي چې په دې شمیرې کې هغه شپږ تنه هم شامل دي چې روان کال په افغانستان کې وژل شوي.

یو ایس اې ټودې: د افغانستان جګړه په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر د یولسمې نیټې تر بریدونو یوه میاشت وروسته پیل شوه چې په څو اونیو کې طالبان پکې بې واکه شول
یو ایس اې ټودې: د افغانستان جګړه په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر د یولسمې نیټې تر بریدونو یوه میاشت وروسته پیل شوه چې په څو اونیو کې طالبان پکې بې واکه شول
یو ایس اې ټودې لیکي، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو له مسالې رانیولې تر دې پورې بحثونه شوې دي چې د دې جګړې واک خصوصي امنیتي شرکتونو ته وسپارل شي، خو بالاخره نتیجه دا شوه چې تیرکال د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه او دا یې څرګنده کړه چې واشنګتن به پرې نه ږدي چې طالبان بیا واک ترلاسه کړي.
 


د مطلب کود: 170571

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170571/یو-ایس-اې-ټوډې-د-افغانستان-په-جګړه-کې-تر-اوسه-۲۲۰۰-امریکایان-قرباني-شوي

آوا
  https://www.avapress.com