کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې څو امنیتی پوستو باندی طالبانو برید/ ۶ تنه امنیتی ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

21 سنبله 1397 ساعت 12:45

هرات سیمه ایز چارواکې وایی چی طالبان ددی ولایت پشتون زرغون ولسوالی کې څو امنیتی پوستو باندی باندری کړی او ۶ تنه امنیتی سرتیری په شهادت رسولی دی.



 
د آوا په ګزارش سره، عبدالاحد ولی زاده د هرات پولیسو ویاند وایی چی مسلح طالبان د څو لوری څخه د دشت نیزان، دشت بالا او دوه جوی سیمو باندی برید کړی دی.
هغه زیاته کړه چی د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو په ترڅ کې، ۱۰ تنه دولت مسلح مخالفین هم وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه هغه زیاته کړی چی په دی بریدونو کې ۳ تنه ملی پولیس سرتیری او ۳ تنه سیمه ایز پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هرات پولیسو ویاند وایی چی مرستندویه ځواکونه سیمی ته اعزام شوی او په حاضر حال کې د وضعیت کنترول امنیتی ځواکونو په لاس کی دی.
 


د مطلب کود: 170585

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170585/هرات-کې-څو-امنیتی-پوستو-باندی-طالبانو-برید-۶-تنه-ځواکونه-خپل-ژوند-له-لاسه-ورکړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com