دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 170585
هرات کې څو امنیتی پوستو باندی طالبانو برید/ ۶ تنه امنیتی ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
هرات سیمه ایز چارواکې وایی چی طالبان ددی ولایت پشتون زرغون ولسوالی کې څو امنیتی پوستو باندی باندری کړی او ۶ تنه امنیتی سرتیری په شهادت رسولی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالاحد ولی زاده د هرات پولیسو ویاند وایی چی مسلح طالبان د څو لوری څخه د دشت نیزان، دشت بالا او دوه جوی سیمو باندی برید کړی دی.
هغه زیاته کړه چی د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو په ترڅ کې، ۱۰ تنه دولت مسلح مخالفین هم وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه هغه زیاته کړی چی په دی بریدونو کې ۳ تنه ملی پولیس سرتیری او ۳ تنه سیمه ایز پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هرات پولیسو ویاند وایی چی مرستندویه ځواکونه سیمی ته اعزام شوی او په حاضر حال کې د وضعیت کنترول امنیتی ځواکونو په لاس کی دی.
 
https://avapress.com/vdcbwgb8srhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته