کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک لاری موټر نیول شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 سنبله 1397 ساعت 13:51

د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي د دې ریاست ځانګړي قطعې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالی کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.



د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې ویلي، چې له یاد هېن موټر څخه چاودېدونکې توکې کشف او ترلاسه شوي.
خبرپانه زیاتوي، چې چاودېدونکې په دغه دغه موټر کې د امونیم نایټریټ مواد په ۶۲ بوجې کې ځای پر ځای شوی و او هغه وخت د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو چې د پاکستان له وانا څخه د غزني په لور روان و.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي چې د ۲۰۱۸ د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ نېټې پورې ۱۶۹۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي، چې  د دولت ضد عناصرو له خوا په بریدونو کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو کارونه د ملکي تلفاتو مخکښ لامل ګڼل کېږي.
د یوناما په وینا، د دولت ضد عناصرو له خوا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو فشاري توکو روانې بې توپیره او ناقانونه کارونې ۳۱۴ ملکي تلفات (۱۱۴ مړینې او ۲۰۰ ټپیان)  اړولي، چې زیاتره یې طالبانو ته منسوب شوي.
 


د مطلب کود: 170589

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170589/په-پکتیکا-ولایت-کې-له-چاودېدونکو-توکو-ډک-لاری-موټر-نیول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com