دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 170625
افغان امنیتي ځواکونه به له دې وروسته تهاجمي اوتعرضي عملیات زیاتوي
د ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د ننګرهار د پرونۍ خونړۍ حملې په غبرګون کې وویل، چې نور به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تعرضي حالت غوره کړي.


د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، دوی وویل، دغه ډول بریدونه ښيي، چې وسله وال مخالفین پر افغان ځواکونو د بریدونو توان نه لري او ټول پام یې ملکي وګړو ته اړولی دی.
هغوی وایی، افغان ځواکونو تراوسه پورې تر ډېره دفاعي حالت درلود خو نور به دفاعي حالت نه بلکې تعرضي حالت لري او د دې مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې اوربند یې نه دی منلی.
ښاغلي غني زیاته کړه، چې همدې ته په کتو حکومت اړ دی او د دې توان لري، چې د دښمن دغه ډول اعمالو ته په تعرضي حالت ځواب ورکړي.
سرچنیو زیاتیوی، افغان امنیتي ځواکونه به له دې وروسته ورځ په ورځ تهاجمي او تعرضي عملیات زیاتوي.
 د یاد وړدې، د ننګرهار ولایت‎ د پرون پيښه، د انتحاري جملې د تلفاتو شمېر ۶۸ تنو ته ورسېد.
https://avapress.com/vdcgxz9qnak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته