دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۰
د مطلب کود : 170626
افغان هوایی ځواکونه پنځه هلیکوپترې ترلاسه کړي
د ام-ډي هلیکوپټرز (MD Helicopters)په نوم یوه امریکا شرکت وایي پنځه نوي جنګي هلیکوپټرې د افغانستان هوایي ځواک ته سپارل شوي دي.

یاد شرکت په یوه بیان کې ویلي، چې پنځه نوي MD 530F Cayuse Warrior ډوله هلیکوپټرې افغان هوایي ځواکونو ته سپارلې دي.
خبرپانه زیاتوي، چې دغه الوتکې د اګسټ په ۸ مه نیټه افغانستان ته ورسیدې او د کندهار په هوایي ډګر کې د افغانستان هوایي ځواک ته سپارل شوي دي.
د ام-ډي هلیکوپټرز د خبرپاڼې له مخې، دغه هلیکوپټرې د MD 530F Cayuse Warrior ډوله الوتکو د نوی نسل برخه ده چې په پرمختللو تجهیزاتو او برېښنایي سیسټمنو سمبال دي.
دیادونې وړ ده چې افغان حکومت او د افغانستان متحدینو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وایي د افغان هوایي ځواکونو جوړښت به تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخه شي او نورو تجهیزاتو له ورکولو سره د دغو ځواکونو شمېر به یې تر درې برابره زیاتې شي.
د امریکا دفاع وزارت (پنټګان) تېره اونی اعلان وکړ چې د افغان هوایي ځواکونو د تجهیز لپاره د ۱،۸ میلیارد ډالرو په ارزشت یوه قراداد منظور کړی دی.
پنټنګان په یوه بیان کې ویلي، چې د افغان هوایي ځواکونو لپاره د A-29 ډوله الوتکو د پېرلو او د اړتیاوړ تجهیزاتو د برابرلو په موخه د ۱ میلیارد او ۸۰۸ میلیون ډالرو په ارزښت نوی قرارداد سییرا نیویدا شرکت (Sierra Nevada Corporation) ته ورکړل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchivnz-23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته