دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۶
د مطلب کود : 170627
پکتیا عملیاتو کې ځینی پاکستانیانو ته هم مرګژوبله اوښتی
د راپورونو له مخې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ او ګردېز اړوند چوڼۍ سیمه پکتیا کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا د تندر(۲) په نوم عملیانو په جریان کې د پاکستاني جنګیالیو په ګډون ۳۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او تر ۵۰ تنو زیات ټپیان شوي دي.

د تندر قول اردو درستیزوال روح الله خلیل اوغلې له رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل چې وسله والو ترهګرو ته دغه مرګ ژوبله د دوشنبې ورځې له مازدیګر راپدېخوا په مخامخ جګړه، د افغان ځواکونو د تېرې شپې د کمین، توپچي او هوایي بریدونو په پایله کې اوښتې چې د اتو تنو ترهګرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې وو چې نن سهار د ۲۰۳ تندر قول اردو قرارګاه ته له راوړل شول.
نوموړي وویل چې افغان ځواکونو د هر ډول داخلي او خارجي دښمن د له منځه وړلو وړتیا لري چې ښه بېلګه یې د تېرې شپه جګړه وه، چې مخالف لوري ته یې درانه تلفات واړول.
د پکتیا ولایت ماقم وایي، د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې په تېرو دوو میاشتو کې د هوایي بریدونو او افغان ځانګړو او ګډو ځواکونو په عملیاتو کې لسګونه ترهګر وژل شوي دي او ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتويو چې د عملیاتو په جریان کې له شلو زیات بېزونه او پوستې هم د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو او د زرمت- ګردېز د لویې لارې په مسیر کې ځای پر ځای شوې دي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
 
https://avapress.com/vdciruazyt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته