کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مټېس: د یو شمېر افغان ځواکونو په اړه تحقیقات زیات شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 سنبله 1397 ساعت 19:06



د امریکا دفاع وزیر جېم مټېس وایي، افغان پوځ د نفوذي بریدونو د را کمولو لپاره د هغو افغان ځواکونو په اړه تحقیقات زیات کړي چې له امریکايي پوځیانو سره کار کوي.

مټیس دا خبره پرون د امریکا دفاع وزارت پنټاګون کې خبریالانو ته وکړه.
هغه وویل، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د تحقیقاتو د زیاتولو ډاډ ورکړی و.
مټیس تېره اوونۍ کابل ته ولاړ او له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره یې خبرې وکړې.
د سېپټمبر په درېیمه د افغانستان په ختیځ کې یو امریکايي سرتیری د یوه افغان پولیس له‎خوا په ډزو ووژل شو او یو بل یې ټپي شو.
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وویل، افغان چارواکو امنیتي پلټنې او د سیمه‎ییزو ځواکونو روزنې زیاتې کړي څو ډاډمن شي چې که هر چا تُندلارۍ ته مخه کړې وپيژندل شي.
اوس وخت ۱۴ زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې مېشت دي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د جګړو تر څنګ لسګونه تنه د هغو کسانو په بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي چې د افغان پوځیانو په لیکو کې یې نفوذ کړی و
 


د مطلب کود: 170630

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170630/مټېس-د-یو-شمېر-افغان-ځواکونو-په-اړه-تحقیقات-زیات-شوي

آوا
  https://www.avapress.com