کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرگه د امریکا سره د امنیتي تړون بیا کتنه کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 سنبله 1397 ساعت 20:27

په افغانستان کې د ناامنیو او خونړیو تروریستي پيښو وروسته د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد ولسي جرګې په خپله عمومي غونډه کې د کابل – واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون پر سر بیاکتنه په غوڅ اکثریت تائید کړه.



د ولسي جرګې د یو شمیر وکیلانو پر وینا، سره له دې چې افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون کړی، خو د هرې ورځې په تیریدو سره د تروریستي بریدونو او ناامنو کچه مخ په لوړیدو ده او په ترڅ کې یې افغان پوځیانو او ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.
د دغې جرګې غړي عبیدالله بارکزي وویل "دغه امنیتي تړون راوغواړئ، دا رد کړئ چې له ټولو مشکلاتو څخه خلاص شو. دا پنځه زره کاله نه له ایران څخه امریکا ساتلي یو، نه له پاکستانه او نه هم له روس څخه... اصلي خبره دغه ده چې پر دې تړون له سره غور وکړو او د افغانستان ملت له دې عذاب څخه خلاص کړو".

د ولسي جرګې یو شمیر نورو وکیلانو هم ورته غوښتنې درلودې او له یو لړ بحثونو وروسته یې له امریکا سره امنیتي تړون د بیا کتنې لپاره رایې اخیستلو ته وړاندې کړ.
د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون د رایې اخیستلو پر وخت وویل "د بیا کتنې وړاندیز دی او زما په فکر پنځوسو رایو ته اړتیا ده، د رایې اخیستلو په لور ځو هغه کسان چې د استراتیژیک تړون په اړه رایه ورکوي شین کارت او هغوی چې مخالف دي سور کارت...د شنو کارتونو په اکثریت بیا کتنه باید وشي".
په همدې حال کې یو شمیر سیاسي مشرانو او او ګوندونو هم د کابل – واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پر بیا کتنې ټینګار کړی دی.
د افغانستان یو شمیر ګوندونو او سیاسي مشرانو نن په کابل کې د افغانستان د روان وضعیت د ارزولو په تړاو په یوې غونډه کې پریکړه لیک صادر کړ، چې په کې د دغه تړون پر سر د بیا غور کولو غوښتنه شوې ده.
د غونډې یو ګډونوال پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل "د امنیتي تړون په اړه یوه مستقله ماده، بالکل سمه ده، امنیتي تړون په اړه دې تجدید نظر وشي، څوک موافق دي لاسونه دې پورته کړي، اکثریت دی، جناب حضرت صاحب هم موافق دی".
د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون له منځه وړل په اوس وخت کې د افغانانو په ګټه نه ګڼي او ټینګار کوي، چې افغان دولت او سیاسي ګوندونه باید د دغه تړون د عملي کولو لپاره لارې چارې ولټوي.
د کابل – واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون شاوخوا څلور کاله مخکې د ۲۰۱۴ کال په سیپتمبر میاشت کې د افغان او امریکايي چارواکو له خوا په کابل کې لاسلیک شو.
 


د مطلب کود: 170635

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170635/ولسي-جرگه-د-امریکا-سره-امنیتي-تړون-بیا-کتنه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com