د دې نندارتون د پرانېستو په مراسمو کې پرون چهارشنبه د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د غونډې له برخه والو سره ژمنه وکړه چې پانګهوالو ته به د امنیت له پلوه شرایط سم کړي.
نوموړي وویل:
"د پانګهوالو لپاره د خوندي چاپیریال رامنځته کول او د بهرنۍ پانګونې حمایت زموږ اصلي هدف دی او پهدې برخه کې جدي یوو. موږ د خصوصي ملي سکتور د لومړیتوب د پروګرام د نهايي کېدو په مرحله کې یوو. د دې پروګرام له مخې زموږ هدف دا دی چې د خپلو کورنیو تولیداتو بازار پراخ کړو، تولیدات زیات کړو او د صادراتو کمیت او کیفیت لوړ کړو."
که څه هم اجرائیه رئیس د امنیت په برخه کې بهرنیو ته ډاډ ورکړ، خو په ورته وخت کې یې وویل چې له بده مرغه امنیت اوس هم یوه جدي ستونزه ده، خو افغانانو دا زده کړې ده چې څرنګه په دغسې حالت کې پانګونه وشي او سوداګري پراخه شي.
په ورته وخت کې عبدالله عبدالله د افغانستان د جغرافیایي موقعیت پر اقتصادي اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل:
« له اقتصادي پلوه جنوبي اسیا یوه له هغو سیمو ده چې له یوه بل سره وصل نه ده. په سیمه ییزه کچه تجارت دلته شاوخوا شپږ فیصده دی او د هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ هم کمزورې ده. د دې لپاره په سیمه کې د تجارتي اړیکو او پانګونې لپاره هڅو ته اړتیا شته. په دې اساس باید د افغانستان جیو ستراتیژيک اقتصادي موقعیت، د سیمه ییزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او ترانسپورټ لپاره د ارتباطي پل او سیمه یییز اتصال لپاره په نظر کې ونیول شي او ورسره د اقتصادي او پراختیایي مرکز او محرک په توګه چلن وشي.»
عبدالله عبدالله چې د افغانستان د خصوصي سکتور د اجراییوي کمیټې مشري هم کوي، د اداري فساد ستونزې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دې ستونزې د مخنیوي په برخه کې پرمختګ شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)