دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 170654
د جلال اباد – تورخم لاره بېرته خلاصه شوه
د ننګرهار ولایت مقام وایي د ننګرهار والي حیات الله حیات په هلو ځلو د سولې ولایتي کمیټې مشر حاجي ملک نظیر په مشرۍ جوړې شوې کمیټې د پرېکړو وروسته د مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د شینوارو د مخورو او ځوانانو لاریون پای ته ورسید او د جلال اباد ـ تورخم لویه لاره یې د ترافیکو پرمخ پرانیسته .
ښاغلي حیات وویل، چې د پرېکړې له مخې یې د سیمه ییزو پولیسو مشر بلال پاچا د دوو وروڼو میرویس او جلیل سره یو ځای نیولي او پولیسو ته یې امر وکړ،چې د کمیټې د پرېکړې له مخې د دوی پلار جلال پاچا هم ژر تر ژره ونیسي .
د ننګرهار ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د ننګرهار مخورو ته ډاډ ورکړ، چې هغه حکومتي مسؤلین چې په دنده کې یې عفلت کړی، هم ورسره قانوني چلند ترسره کړي او ژر تر ژره به د اچین د سیمه ییزو پولیسو د مشر، د هغه د وروڼو او پلار دوسیې څارنوالۍ ته ولیږي او د خلکو پر وړاندې به یې د مراحلو تر بشپړیدو وروسته علنۍ محاکمه ترسره کړي، خو ټینګار یې وکړ،چې د تورن کسانو په اړه د لا زیاتو شواهد په شریکولو کې له اړونده ارګانونو سره مرسته وکړي .
ننګرهار والي په ډاګه کړه، چې د لاریون اړوند ټولې قضیې به په هر اړخیز ډول وڅېړي او د قانوني کړنو په ترسره کولو سره به ولسونو سره مالومات شریک کړي.
د ولایت مقام له مخې، د سرحدي ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خیل،د ملي اردو څلورمې پلې لوا درستیزوال،د ملي امنیت ریاست اطرافي مرستیال،مومندرې امنیه قوماندان او ټولو اړونده امنیتي ارګانونو د وروستیو هڅو څخه ستاینه او قدرداني وکړه
 
https://avapress.com/vdciwuaz5t1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته