کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کټوازی: پکتیا کې د ترکمنستان انتقالي برښنا په ۲ پړاوونو کې ویشل کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 سنبله 1397 ساعت 11:00



پکتیا والي شمیم خان کټوازي د وږي په ۲۱مه، په ګردېز ښار کې د برښنا شبکې د لین غځولو چارو څخه د لیدنې پرمهال ازادي راډیو ته ویلي، د افغانستان برښنا شرکت سره د ترسره شوي قرارداد له مخې په‎دې ولایت کې د ترکمنستان هېواد انتقالي برښنا په دوو پړاوونو کې ویشل کېږي:

پکتیا کې د برښنا شرکت ولایتي مسوول ښاغلي انجینر محمد اصف نیازي ازادي راډيو ته وویل، په ګردېز ښار کې د برښنا شبکې د فعالولو چارې ګړندۍ روانې دي او په نېږدې راتلوونکې کې به يې د لومړي پړاو چارې بشپړې شي.
 
د نیازي په خبره، د پکتیا ولایت په ځدراڼ مېشت ولسوالیو «وزې ځدراڼ، شواک او ګرده څیړۍ» کې د برښنا د سب سټېشن جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړ شوي او د برښنا لېږدوونکې لین غځولو چارې روانې دي.
د نیازي په خبره له یادې پروژې څخه به ۵ زره کورنیو ته برښنا ورکړل شي.
کابو شپږ میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د انتقالي برښنا سب سټېشن پرانېسته وکړه، خو د ګردېز ډیری ښاریان لا هم په کورونو کې له انتقالي برښنا بې برخې دي، تولیدي شرکتونه او کارخانې له حرارتي برښنا څخه کار اخلي
 


د مطلب کود: 170659

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170659/کټوازی-پکتیا-کې-د-ترکمنستان-انتقالي-برښنا-په-۲-پړاوونو-ویشل-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com