دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 170660
په پاکستان کې د یوه کان د نړیدو له امله نهه معدنچیان وژل شوي
پاکستاني چارواکي وایي، د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د سکرو د یوه کان د چت د نړیدو له امله نهه معدنچیان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.

دا پیښه پرون خیبر ایجنسي ته څیرمه په ادم خیل دره کې وشوه.
تر دې دمه د کان د چت د نړیدو اصلي علت نه دی روښانه شوی.
د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د پاکستان د سکرو په کان کې، روان کال، دا دوهمه مرګونې پیښه ده. د اګست په دیارلسمه په کوټه کې د سکرو په کان کې چاودنې اتلس تنه وژلي و.
د پاکستان د کانونو د کارګرانو فدرارسیون وایي چې هرکال په دغه هیواد کې نژدې دوه سوه تنه معدنچیان د داسې پیښو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvxdyxw6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته