کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې د یوه کان د نړیدو له امله نهه معدنچیان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 سنبله 1397 ساعت 11:11

پاکستاني چارواکي وایي، د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د سکرو د یوه کان د چت د نړیدو له امله نهه معدنچیان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.



دا پیښه پرون خیبر ایجنسي ته څیرمه په ادم خیل دره کې وشوه.
تر دې دمه د کان د چت د نړیدو اصلي علت نه دی روښانه شوی.
د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د پاکستان د سکرو په کان کې، روان کال، دا دوهمه مرګونې پیښه ده. د اګست په دیارلسمه په کوټه کې د سکرو په کان کې چاودنې اتلس تنه وژلي و.
د پاکستان د کانونو د کارګرانو فدرارسیون وایي چې هرکال په دغه هیواد کې نژدې دوه سوه تنه معدنچیان د داسې پیښو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي
 


د مطلب کود: 170660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170660/په-پاکستان-کې-د-یوه-کان-نړیدو-له-امله-نهه-معدنچیان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com