کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جلال آباد-تورخم لاره بېرته خلاصه شوه

22 سنبله 1397 ساعت 12:43

د ننګرهار ولایت مقام وایي د ننګرهار والي حیات الله حیات په هلو ځلو د سولې ولایتي کمیټې مشر حاجي ملک نظیر په مشرۍ جوړې شوې کمیټې د پرېکړو وروسته د مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د شینوارو د مخورو او ځوانانو لاریون پای ته ورسید او د جلال اباد ـ تورخم لویه لاره یې د ترافیکو پرمخ پرانیسته .



ښاغلي حیات وویل، چې د پرېکړې له مخې یې د سیمه ییزو پولیسو مشر بلال پاچا د دوو وروڼو میرویس او جلیل سره یو ځای نیولي او پولیسو ته یې امر وکړ،چې د کمیټې د پرېکړې له مخې د دوی پلار جلال پاچا هم ژر تر ژره ونیسي .
د ننګرهار ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د ننګرهار مخورو ته ډاډ ورکړ، چې هغه حکومتي مسؤلین چې په دنده کې یې عفلت کړی، هم ورسره قانوني چلند ترسره کړي او ژر تر ژره به د اچین د سیمه ییزو پولیسو د مشر، د هغه د وروڼو او پلار دوسیې څارنوالۍ ته ولیږي او د خلکو پر وړاندې به یې د مراحلو تر بشپړیدو وروسته علنۍ محاکمه ترسره کړي، خو ټینګار یې وکړ،چې د تورن کسانو په اړه د لا زیاتو شواهد په شریکولو کې له اړونده ارګانونو سره مرسته وکړي .
ننګرهار والي په ډاګه کړه، چې د لاریون اړوند ټولې قضیې به په هر اړخیز ډول وڅېړي او د قانوني کړنو په ترسره کولو سره به ولسونو سره مالومات شریک کړي.
د ولایت مقام له مخې، د سرحدي ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خیل،د ملي اردو څلورمې پلې لوا درستیزوال،د ملي امنیت ریاست اطرافي مرستیال،مومندرې امنیه قوماندان او ټولو اړونده امنیتي ارګانونو د وروستیو هڅو څخه ستاینه او قدرداني وکړه .
 


د مطلب کود: 170670

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170670/جلال-آباد-تورخم-لاره-بېرته-خلاصه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com