د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون د څرخي پله په زندان کې د یو شمېر ودانیو د بنسټ اېښودلو په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني له زندانیانو سره ژمنه وکړه چې دوسیې به یې د دویم ځل لپاره وارزول شي تر څو عدالت تطبیق شي.
ولسمشر غني څرګنده کړه چې د زندانیانو غوښتنې ارزول کېږي او د ښځینه زندانیانو په اړه وویل، د ښځینه زندانیانو دوسیو ته له سره کتنه کېږي، دغه راز د ښځینه زندانیانو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا ده.
د ارګ ماڼی لهمخې، جمهوررئیس غنې ولایتونو ته د یو شمېر زندانیانو د لېږد د وړاندیز په اړه وویل، په شفاف ډول دې د یوه واضح میکانیزم له لارې د زندانیانو لېږد ترسره شي، ترڅو د هیڅ زنداني حق ضایع نه شي.
د ولسشمر غنی په وینا پلاوي د زندانیانو قضیې د دویم ځل لپاره ارزوي او په اعدام د محکوم شویو زندانیانو په اړه د استاد دانش تر نظر لاندې یو پلاوی کار کوي.