دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 170678
ملي دفاع وزارت تهاجمي عملیات زیاتوي
ملي دفاع وزارت وایي، چې د طالبانو او ترهګرو د ځپلو په موخه د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تهاجمي عملیاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دغه عملیات، چې د کورنیو او نړیوالو هوایي ځواکونو لخوا یې ملاتړ کېږي، موخه یې د هیواد د دښمنانو ځپل او د رایې ورکوونکو د امنیت خوندیتوب دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند، سید غفور احمد جاوید، چې د پنجشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته د یادو عملیاتو په اړه خبرې کولې، زیاته کړه: یو شمېر کړۍ هڅه کوي، چې په ښارونو کې پر خلکو د ترهګریزو بریدونو په تر سره کولو سره د سولې او ټاکنو د پروسو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، خو نوموړي ټینګار وکړ، د ملي اردو ځواکونه به دښمنانو ته اجازه ور نه کړي، د ډیموکراتیکې پروسې او خلکو پر وړاندې خپلو کړنو ته دوام ورکړي.
جاوید وویل، تېرو درېو ورځو کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې د ۲۹۴ طالبانو وژل کېدل او د ۱۰۹ نورو ژوبلېدل د یادو عملیاتو د زیاتوالی او چټکتیا یوه ښکاره بېلګله ده.
د ملي دفاع وزارت زیاته کړه:" ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د امنیت د ټینګښت، له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه ساتنې ته تیار او په دې لاره کې به له هېڅ راز سرښندنې ډډه ونکړي."
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcef78zvjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته