کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بغلان کې وسله والو او طالب ډلمشرانو ته سخت مرګژوبله اوښتي

22 سنبله 1397 ساعت 16:59

د بغلان ولایت په مربوطاتو کې د پوځي عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې طالب ډلمشرانو او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.



په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د شش کپې، لرخابي، او دند شهاب الدین په مروبوطاتو کې شاوخوا ۳۶  وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د پلخمري لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي قدیر، د طالبانو مرکزي قوماندان قاري خالد، ملا ابراهیم، قاري ظاهر، عازي ملنګ، او ملا حذیفه جلال ابادي هم شامل دي.
د شاهین قول اردو په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې یوه عراده موټر، دوه موټرسایکلونه او د پاکستان یو شمېر بیرغونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بغلان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د بغلا  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 170681

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170681/بغلان-کې-وسله-والو-او-طالب-ډلمشرانو-ته-سخت-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com