دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۲
د مطلب کود : 170682
پکتیا ولایت کې طالبانو استخباراتی مسؤول د ۷ تنو په ګډون وژل شوي
د پکتيا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو سيمه کې د هوايي بريد په پایله کې د سوېل ختیځ زون لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتي مسؤل (زینت الله مشهور په فرهاد) په ګډون د دغې ډلې اووه تنه مهم غړي وژل شوي دي.

د ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بريد داسې مهال ترسره شوی، چې یاد وسله وال ګروپ په یوه ډاټسن موټر کې د تروریستي فعالیت لپاره روان و. په دغه بريد کې د ګل رحمان (مشهور په انس)، حبیب الله (مشهور په ادریس) او بحران په شمول د وسله والو مخالفينو مهم سرګروپان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سه شنبې په ورځ هم د ګردېز په اطرافي سيمه چوڼۍ او زرمت ولسوالۍ کې د مهمو سرګروپانو او پاکستانیانو په ګډون د وسله والو طالبانو ۳۵ تنه جنګیالي وژل شوي وو، او تر شپېتو تنو نور ټپیان شوي وو.
د پکتیا ولایت مقام له مخې، په پکتيا کې د ملي امنیت ریاست منصوبينو څو ورځې وړاندې هم یوه درې کسيزه ترهګریزه ډله، چې په دې ولایت کې یې هدفي وژنې او نور تخریبي اعمال ترسره کول هم نيولې ده، چې د مرکزي ادارې لخوا یې له رسنيو سره په اړه مالومات شریک شول.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcjoyev8uqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته