کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني: سولې لپاره خپل سر نذرانه کوم خو دا یوازې د دولت کار نه‌دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 سنبله 1397 ساعت 18:54



افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له ټولو افغانانو وغوښتل چې د جګړې د بندېدو او پایدارې سرتاسري سولې له‎پاره غږ پورته کړي.
محمد اشرف غني وايي، دی د سولې لپاره خپل سر نذرانه ورکوي، خو په خبره‎یې سوله یوازې د دولت کار نه‎دی او ولس پورې هم اړه لري.
ښاغلي غني دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې په یوه غونډه کې وکړې او ویې ویل چې پایداره سوله دقت غواړي، خو اول قدم اخېستل یې جرأت دی.

نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان ټول خلک باید غږ پورته کړي چې سوله غواړو، د جګړې ختمول غواړو، ثبات او عزت غواړو. که زما سر د سولې لپاره غواړي په دواړو لاسو یې ورکوم، بین‎الافغاني مذاکرات غواړو، سوله اوس ولس پورې اړه لري، یوازې د دولت کار نه‎دی، پایداره سوله دقت غواړي خو اول قدم اخېستل جرأت دی."
ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ ډول مشروعیت نه‎لري او دغه جګړه یې سیمه‎ییزه او نړیواله وګڼله.
افغان ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې په برخه کې روان کوښښونه هیله بخښونکي دي.

 


د مطلب کود: 170692

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170692/ولسمشر-غني-سولې-لپاره-خپل-سر-نذرانه-کوم-خو-دا-یوازې-د-دولت-کار-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com