کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بریتانیا د افغانستان د سولې په تړاو حتا له امریکا مهم رول لري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 سنبله 1397 ساعت 20:25



په بریتانیا کې د افغانستان سفیر وایي، بریتانیا د افغانستان د سولې په تړاو تر بل هر هېواد او حتا امریکا مهم رول لري؛ ځکه، چې د افغانستان په تړاو یې لیدلوری بدل شوی او د افغانستان د ستونزې د حل لپاره ډېرې هڅې کوي.

څلور کاله وړاندې داعش په افغانستان کې فعالیت پيل کړ او اوس یې فعالیتونه په هېواد کې دومره پراخ شوي، چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو لپاره یوه جدي اندېښنه ګرزیدلې ده. دغې ډلې د هېواد په ختیځ او شمال کې ریښې کړي او ان په پلازمېنه کابل کې یې د څو خونړیو بریدونه مسوولیت هم منلی دی.
په بریتانیا کې د افغانستان سفیر سید طیب جواد د د دغه هېواد د لوړپوړیو چارواکو وروستیو اندېښنو ته په نغوته(اشار) کې وايي، چې د دغې ډلې موخه افغانستان نه، بلکې د نړۍ نور هېوادونه دي.
سید طیب جواد زیاتوي، چې په بریتانیا کې له فعالو ترهګرو شبکو سره د افغانستان د داعش ډلې اړیکو بریتانیاوي چارواکي سخت اندېښمن کړې دي
ښاغلی جواد زیاته کړې، چې د افغانستان د سولې په تړاو د بریتانیا رول مهم دی؛ ځکه، چې په سیمه کې د دغه هېواد سیاسي او پوځي اغېز او نفوذ ته په کتو دغه هېواد ډېر کارونه کولی شي.
د بریتانیا لومړۍ وزیرې، بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو پدې وروستیو کې د خپلو څرګندولو پر مهال د افغانستان د داعشیانو د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې دغه ډله نه یوازې بریتانیا ته، بلکې ټولې اروپا ته یو جدي ګواښ دی.
 


د مطلب کود: 170698

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170698/بریتانیا-د-افغانستان-سولې-په-تړاو-حتا-له-امریکا-مهم-رول-لري

آوا
  https://www.avapress.com