دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۶
د مطلب کود : 170725
ارزګان او کندهار ولایتونوکي ۴۶ تنه د دولت مخالفینو ټه مرګ ژوبله اوښتی ده
ویل کیږی، د افغان پوځ په هوايي بریدونوکې په ارزګان او کندهار ولایتونو کې ۴۶ تنه د دولت مخالفانو ټه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د دفاع وزارت نه خبرشوی په خبرپاڼې  کی ویلی دی، چې افغان امنیتی هوايي ځواک د کندهار په میوند او د ارزګان د مرکز ترینکوت شمال لور ته پروسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي.
په خبرپانه کې ویل شوی، چې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۱ تنه نوټپیان شوی دی.
سرچینی وایی، چې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ شمال ته د هوايي عملیات په ترڅ کې ۱۷ تنه وسله وال وژل شوي دی.
د خبرپانه په خبره، د دغه هوایی بریدینو یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdchivnzm23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته