کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې ملی اردو تهاجمی بریدونو ډیریدنه

23 سنبله 1397 ساعت 8:33

ملی دفاع وزارت خبر ورکوی چی هیواد کې طالبانو او تروریستانو د ټکولو لپاره د ملی اردو او دفاعی ځواکونو تهاجمی بریدونه ډیر شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، سید غفور احمد جاوید؛ د ملی دفاع وزارت ویاند وویل: هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو تهاجمی بریدونه د طالبانو او تروریستانو ټکولو په مقصد، ډیر شوی دی.
هغه زیاته کړه: ددی عملیاتونو مقصد چی داخلی او بین المللی ځواکونو او قواوو په ملاتړ ترسره کیږی، د دشمن ټکول د هیواد په هره برخه کې او امنیت تامین د رای ورکوونکو لپاره دی.
د ملی دفاع وزارت ویاند ادامه ورکړ: ځینی هڅه کوی ترڅو د ټاکنو پروسه او سولې پروسی ته صدمه ورسوی او خلګو باندی په ښارونو کې تروریستی بریدونه ترسره کړی.
جاوید وویل: ملی اردو دا اجازه دشمن او نورو حلقاتو ته نه ورکوی ترڅو خپل تحرکاتو ته د خلګو دموکراتیک پروسو په وړاندی ادامه ورکړی.
هغه وویل: ددی عملیاتونو ډیریدو ښه نمونه، ۲۹۴ طالبانو وژل کیدنه او ۱۰۹ تنه نورو ټپی کیدنه په دی اخیرو درو ورځو کې دی.
 


د مطلب کود: 170727

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170727/په-هیواد-کې-ملی-اردو-تهاجمی-بریدونو-ډیریدنه

آوا
  https://www.avapress.com