دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 170729
افغانستان کې بهرنیو ځواکونو عمومی قوماندان هلمند والی سره خبری کړي
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان پرون د هلمند له والي سره د دغه ولايت پر وضعيت خبرې وکړې.

جنرال سکاټ مېلر پرون له والي تورن-جنرال محمد ياسين سره په هلمند کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د وروستيو پرمختګونو مسئله هم وڅېړله.
د هلمند والي محمد ياسين په دی اړه ویلي:
”د هلمند د وضعيت، د هلمند د هماهنګۍ دغه راز د قاطع ملاتړ د ماموريت په اړه چې دلته د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره مېشت دي خبرې وشوې. له هغوى سره د همکارۍ لپاره د دوى نظريات او پېشنهادات وڅېړل شول.“
د هلمند مطبوعاتي دفتر د اعلاميې په حواله د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ويلي چې د قاطع ملاتړ ماموريت د ټروريزم او نشه يي توکو په
وړاندې په مبارزه کې له افغان امنيتي ځواکونو سره همکارۍ ته ژمن دى.
https://avapress.com/vdcb5gb89rhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته