کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان بهرنیو چارو نوی وزیر کابل ته سفر کوی

23 سنبله 1397 ساعت 8:55

ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزیر شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي.



دا په پاکستان کې د نوي حکومت د جوړېدو را وروسته لومړی پاکستانی لوړ پوړی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن پنجشنبه په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ښاغلی قریشي به په دې سفر کې له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو بحث وکړي.

دی وایي:
"دا به یوه مقدماتي لیدنه نه وي، بلکې د پاکستان د بهرنیو چارو د نوي وزیر لومړنی رسمي بهرنی سفر وي، افغانستان ته د ښاغلي قریشي د سفر پرېکړه په بشپړ درک سره شوې ده، ټول مسایل په ځانکړي ډول د سولې او امنیت لپاره د دواړو هېوادونو د عمل ګډ پلان به تر بحث لاندې ونیول شي."
تر دې وړاندې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس کابل ته د قریشي سفر د افغانستان د جګړو د ختمېدو په برخه کې یو نوی ګام بولي.
ښاغلي شمس زیاته کړه چې شاه محمود قریشي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په بلنه دا سفر کوي.
افغانستان او امریکا په پرله پسې ډول پاکستان په دوه ګونې لوبې او په خپله خاوره کې هغو یاغیانو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی چې له دې ځای د افغانستان په خاوره کې بریدونه پلانوي.
د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان په انتخاباتو کې تر بریالیتوب وروسته ژمنه کړې چې د افغانستان د سولي او ثبات د ټینګښت لپاره به هلي ځلي کوي.
 


د مطلب کود: 170730

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170730/پاکستان-بهرنیو-چارو-نوی-وزیر-کابل-ته-سفر-کوی

آوا
  https://www.avapress.com