کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لویه څارنوالی: جعلی تذکرو په اړه څیړنې پیل شوي

23 سنبله 1397 ساعت 13:49

پر سل زرو جعلي تذکرو د سټېکرونو د لګولو د قضیې د څېړلو لپاره، د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم په اساس د ګمارل شوي پلاوي د ټآکلو په اړه لویه څارنوالي وايي، دغه پلاوي خپل کارونه په جدي توګه پیل کړي او په دې اړه یې عدلیې وزارت او و لسي جرګې ته مکتوبونه لېږلي دي.




د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دی اړه ویلي چې دغه پلاوي عدلیې وزارت او ولسي جرګې ته مکتوبونه لېږلي چې د موضوع جزئیات له ګوندونو،سیاسي جریانونو او د ولسي جرګې له غړیو سره شریک کړي چې که په دې اړه څه اسناد او شواهد ولري له دغې پلاوي سره دې شریک کړي.
نوموړي زیاته کړه:

"پلاوي خپل کار له څو ورځو راهیسې پیل کړی دی، دغه پلاوي عدلیې وزارت او ولسي جرګې ته مکتوبونه استولي چې وکیلانو ته یې ورسوي، که په دې اړه له دوی سره اسناد او شواهد و اوسي، همکاري دې وکړي، همدارنګه په دې برخه کې یو لړ نورکارونه هم شوي، چې د جعلي تذکرو عاملین او د درغلیو ځانګړتیا وې په کې شاملي دي."
ښاغلی رسولي وايي، د عمومي تذکرو د شمېر تثبیت، د تذکرو په اړه د ادعا شکایتونو ته رسیدګي، د جعلي تذکرو د عاملینو پېژندنه او عدلي ارګانونو ته د دوی معرفي کول، د ګمارل شوي پلاوي عمده کارونه دي.
دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د افغانستان لوی ملي ایتلاف کابو یو لک جعلي تذکرې چې سټېکرونه پرې لګېدلی و، رسنیو ته وښودل.
 


د مطلب کود: 170735

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170735/لویه-څارنوالی-جعلی-تذکرو-په-اړه-څیړنې-پیل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com