دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 170736
فلورانس توپان امریکا کارولینا سواحلو ته رسیدلي
د فلورانس په نوم شدید توپان د امریکا د کارولینا سواحلو ته رسېدلی دی او د سمندر اوبه یې د ساحلي ښارونو کوڅو ته ورپورته کړي چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۸۰ زره کسان بې بريښنا شوي دي.

ویل کېږي چې د سمندر د اوبو سطحه د درې نیمو مترو په حدودو کې پورته شوې چې د ښارونو پر سړکونو یې سېلابونه روان کړي دي.
اټکل شوی چې د شدیدو بارانونو له کبله به په راتلونکو ورځو کې د اوبو سطحه یو متر نوره هم لوړه شي.
ددې توپان په اوج کې د باد سرعت په ساعت کې تر ۲۵۵کېلومتر رسیده، خو اوس ویل کېږي چې کم شوی او په ساعت کې ۱۵۵کېلومتره اټکل شوی دی.
د کارولینا سواحلو زیات ښارونه تخلیه شوي او د جورجیا تر جنوبي سیمو پورې ډیر ښوونځي او سوداګریز مرکزونه تړلي دي.
تر اوسه پورې دې سیمې ته ۱۵۰۰ الوتنې هم لغوه شوي دي.
https://avapress.com/vdcjtyevmuqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته