کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان بانک نن ۳۲ میلونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سنبله 1397 ساعت 8:44


تاکل شوې ده چې د افغانستان بانک نن ۳۲ میلونه ډالر بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک عمومي رئیس خلیل صدیق وویل :" دوه عمده دلیله لري .یو د اسعارو پلورل دي چې د پولي سیاست یوه وسیله ده .په دې مفهوم چې د ډالرو په پلورلو سره له مارکیټ نه اضافي افغانۍ راټولیږي. او دوهم دا چې که ووینو چې د افغانۍ ارزښت په بې سابقه ډول بدلیږي نو بیا د مرکزي بانک دنده ده چې مداخله وکړي."
د افغانستان بانک رئیس وویل د همدغو اهدافو په خاطر دا بانک له تیرو پینځلسو کلونو راهیسې په کلني ډول بازار ته له دوه تر درې میلیارده ډالر وړاندې کوي.
د افغانستان بانک په داسې وخت کې بازار ته ۳۲ میلونه ډالر وړاندې کوي چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې سابقه ډول کم شوی دی.
د کابل د اسعارو په بازارونو کې دا وخت یو ډالر په ۷۶ عشاریه ۶۰افغانۍ پلورل کیږي

 


د مطلب کود: 170757

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170757/د-افغانستان-بانک-نن-۳۲-میلونه-ډالر-بازار-ته-وړاندې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com