دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 170757
د افغانستان بانک نن ۳۲ میلونه ډالر بازار ته وړاندې کوي
تاکل شوې ده چې د افغانستان بانک نن ۳۲ میلونه ډالر بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک عمومي رئیس خلیل صدیق وویل :" دوه عمده دلیله لري .یو د اسعارو پلورل دي چې د پولي سیاست یوه وسیله ده .په دې مفهوم چې د ډالرو په پلورلو سره له مارکیټ نه اضافي افغانۍ راټولیږي. او دوهم دا چې که ووینو چې د افغانۍ ارزښت په بې سابقه ډول بدلیږي نو بیا د مرکزي بانک دنده ده چې مداخله وکړي."
د افغانستان بانک رئیس وویل د همدغو اهدافو په خاطر دا بانک له تیرو پینځلسو کلونو راهیسې په کلني ډول بازار ته له دوه تر درې میلیارده ډالر وړاندې کوي.
د افغانستان بانک په داسې وخت کې بازار ته ۳۲ میلونه ډالر وړاندې کوي چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې سابقه ډول کم شوی دی.
د کابل د اسعارو په بازارونو کې دا وخت یو ډالر په ۷۶ عشاریه ۶۰افغانۍ پلورل کیږي

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpxqsm2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته