دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 170758
په غزه تراړه کې درې فلسطنیان وژل شوي دي
په غزه تراړه کې پرون د اسرایلي ځواکونو او فلسطنیانو ترمنځ په تازه نښتو کې د یوه دولس هلک په ګډون درې فلسطنیان وژل شوي دي.
فلسطینیان له څو اونیو راهیسې هره جمعه د غزې تراړې په څنډو کې د اسرایل پر ضد ډله ائیزې مظاهرې کوي.
د صهیونیستی رژیم پوځ بیا وايي چې شاوخوا ۱۳ زره فلسطینیانو پرون د غزې تراړې په مختلفو برخو کې په بلواو کې ګډون کړی و.
د تیرې مارچ میاشت له دیرشمې نیټې راپدیخوا د اسرایلي ځواکونو او فلسطیني اعتراض کونکو ترمنځ شخړو او تاوتریخوالي کې تر اوسه پورې ۱۷۹ فلسطینیان وژل شوي دي.
اسرایلي ځواکونو له ۲۰۰۸ کال غزه چې د حماس ډلې تر واک لاندې ده کلابندې کړې ده.
د بشري حقونو سازمانونه وايي اسرایل په دې کار سره د غزې تراړې دوه میلونه وګړو ته ډله ائیزه سزا ورکوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkz0fjyt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته