کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نواز شریف اعدام باندی محکوم شو

24 سنبله 1397 ساعت 12:11

د شاهین ۲۰۹ قول اردو نظامی محکمه د هیواد په شمال کې ځواکونو یو سرتیری اعدام باندی محکوم کړ.



د آوا په ګزارش سره، نوازشریف د شپږو تنو قتل کې همکاری په جرم، دایمی توګه د دندی څخه تیښتی او وطن سره خیانت له امله اعدام باندی محکوم شو.
په اعلامیه کې ویل شوی چی دګروال سکندر بیګ سلطانی، شاهین ۲۰۹ قول اردو قضایی ناسته، د پنجشنبه په ورځ(۲۲ سنبله) په یو علنی ناسته کې نواز شریف د شپږو تنو قتل کې همکاری ۲۰ کالو حبس او د دندی څخه تیښتی له امله لسو کالو حبس باندی محکوم کړی دی.
ددی اعلامیی په اساس، نوازشریف همدارنګه وطن سره خیانت سربیره ۲ میلیون او ۷۷۷ زرو افغانیو ورکړو سره اعدام باندی محکوم شوی دی.
مخکې، ۱۷ سنبله کې هم یو شاهین ۲۰۹ قول اردو یو سرتیری د وطن سره خیانت په جرم اعدام باندی محکوم شوی وو.
 


د مطلب کود: 170777

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170777/نواز-شریف-اعدام-باندی-محکوم-شو

آوا
  https://www.avapress.com