دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 170779
پاول منافورټ پرځان لګیدلی تورونه په دوو مواردو کې منلو لپاره موافقه کړي
د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پخواني مشر پاول منافورټ پر ځان د لګیدولو تورونو په دوه مواردو کې په خپل جرم منلو موافقه کړې ده.

پر منافورټ د امریکا د ځانګړي څارنوال روبرټ مولر د تحقیقاتو دفتر د امریکا په وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسيي د مداخلې په قضیه کې تورونه لګولي دي.
د هغو اسنادو له مخې چې پرون محکمې ته سپارل شوي منافورټ د امریکا خلاف د دسیسې په قضیه کې او د عدلي او قضايی چارو د مخنیوي په دوه مواردو کې په خپل جرم اعتراف کول منلي دي.
خو روسیي بیا د امریکايي مقاماتو دا ادعا رد کړې ده چې مسکو د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.
https://avapress.com/vdcguz9qyak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته