دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۳
د مطلب کود : 170808
په تېرو څلور کلونو کې د ملي اردو نهه چورلکې لویدلي
د ملي دفاع وزارت وایي، د ملي وحدت حکومت په څلور کلنه دوره کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ملي اردو نهه چورلکې د تخنیکي نیمګړتیاوو له کبله یا را لویدلي او یا هم د طالبانو په بریدونو کې په نښه شوې دي.
په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د ماموریت یوه موخه د افغان هوایي ځواکونو تجهیز او دوه برابره زیاتوالی دی؛ خو د ملي اردو هوایي ځواک د ملي وحدت حکومت په کاري دوره کې په پرلپسې توګه زیان ویني.
ملي دفاع وزارت ویاند غفور جاوید وایي، په تېرو شاوخوا څلور کلونو کې د ملي اردو لږ تر لږه نهه چورلکې رالویدلي او دې چارې ورته ډېر مالي زیان رسولی دی.
د ملي اردو د چورلکو د لویدو یو ستر علت د چورلکو تخنیکي نیمګړتیاوې ګڼل کیږي؛ خو په ځینو سیمو لکه غزني کې پر چورلکو د طالبانو بریدونه وشول.
تېره ورځ د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه چورلکه راولویده، چې په کې د پیلوت توریالي په ګډون ۵ کسان ووژل شول.
د ملي اردو یو شمېر چورلکې له تېرو څلور کلونو راپدیخوا په کابل، فراه، هرات، بادغیس، کندوز، غزني، او فاریاب کې سقوط شوې دي.
دا، چې ولې د افغانستان هوایي ځواکونه تل زیانمنونکي دي؛  پوخوانی پوځي عتیق الله امرخېل یې په اړه داسې وایي: له هوایي او ځمکنیو ځواکونو هیڅ راز ساتنه نه کیږي؛ پرلپسې د جګړې ډګر ته لیږل کیږي او له تخنیکي اړخه تل بې پاملرنې پاتې دي.
د  دولت د هوایي ځواکونو هوایي ګوزارونه د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره ډېر ګټور ګڼل کیږي. د افغانستان په جګړه کې اوس له بلک هاک الوتکو څخه یوازې په سویل ولایتونو کې کارول شوې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyyevouqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته