کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان ولایت کې ترافیکی پیښه شوی

24 سنبله 1397 ساعت 21:31

راپورونه وایی، لغمان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې په خبرپاڼه کې ویلی دی،  یاد پېښه پرون د کابل – جلال آباد پر لويه لاره د یاد ولایت د قرغيو ولسوالۍ د سرکونډو بابا سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینی زیاتوی، دغه پېښه د یوه لارۍ او یوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
خبرپاڼه وایی، چې یاد پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون ۱۰ نور ټپیان شوي.


د مطلب کود: 170827

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170827/لغمان-ولایت-کې-ترافیکی-پیښه-شوی

آوا
  https://www.avapress.com