د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې په خبرپاڼه کې ویلی دی، یاد پېښه پرون د کابل – جلال آباد پر لويه لاره د یاد ولایت د قرغيو ولسوالۍ د سرکونډو بابا سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینی زیاتوی، دغه پېښه د یوه لارۍ او یوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
خبرپاڼه وایی، چې یاد پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون ۱۰ نور ټپیان شوي.