کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات، بلخ او کندهار کې د ټاکنو دفترونه وتړل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1397 ساعت 8:36

کورنیو چارو وزارت وایي، په درې ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفترونو د تړل کیدو مساله ناقانونه کړنه ده او د عاملانو په وړاندې به یې له قهریه ځواکه کار واخیستل شي.



د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین اختر محمد ابراهیمي دا خبرې وروسته له هغې وکړې، چې د افغانستان ستر ملي ائتلاف وویل: په کندهار، هرات او بلخ ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو له تړل کیدو وروسته دا لړۍ نورو سیمو ته هم پراخیږي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین وایي، ټاکنې یو ملي بهیر دی او هیڅوک حق نلري دا ملي بهیر سبوتاژ کړي.
ښاغلي ابراهیمي ګواښنه وکړه، چې د دغه راز پېښو په وړاندې به امنیتي او دفاعي ځواکونه غلي پاتې نشي او د پوځي ځواک کارول هم له غوراوي لیرې خبره نده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو د تلې پر دوه یمه  د رای پاڼو په ګډون ټول ټاکنیز توکي ټولو ولایتونو ته له لیږدولو خبر ورکړی دی.
 


د مطلب کود: 170835

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170835/په-هرات-بلخ-او-کندهار-کې-د-ټاکنو-دفترونه-وتړل-شول

آوا
  https://www.avapress.com